د پلان  جوړوني او راپور ليکني روزنيز سمينار ارائيه سو

helmand@123
شنبه ۱۴۰۳/۸/۵ - ۱۴:۲
پلان او راپور لیکنه

نېټه: ۱۴۴۶/۴/۲۳ ه ق

نن شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کښي د هلمند پوهنتون د بشري سرچینو آمریت د پلان او مسلکي پرمختيا مرکز په همکارۍ د هلمند اداري اصلاحاتو رياست استازي له لوري د پلان جوړوني او راپور ليکني روزنيز سمينار د پوهنتون کارمندانو ته وړاندي سو. 

د هلمند د اداري اصلاحاتو رياست استازي دين محمد "رحيمي" د هلمند پوهنتون   نوي ګمارل سوو کارمندانو ته د پلان جوړوني، تطبيق او د موخو نه بشپړېدلو علل او عوامل او دغه راز راپور ليکنه، سبک ټاکنه او د راپور  جوړولو عناصرو په اړه علمي معلومات وړاندي کړه.  

دغه راز د سمينار په بهير کښي سوال او ځواب هم ترسره سو او د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وويل سول. 

بايد و ويل سي، چي هلمند پوهنتون د ګڼو رياستونو سره د ګډو همکاريو دوه اړخيزه هوکړه ليکونه لاس ليک کړي، تر څو په شريکه توګه د مشترکو سرچينو څخه د وړتيا لوړوني او تجریبو شريکولو په برخه کي متقابله همکاري وکړي. 

 

تازه ترین اخبار

Thu, Jan 26 2023 10:12 AM
Background image

هلمند پوهنتون کي د اسلامي ثقافت نویو معرفي سویو علماء کرامو استادانو د معرفت او ښه راغلاست غونډه دایره سوه!

ورځ: چهار شنبه
نېټه: ۱۴۴۴/۷/۳
هلمند پوهنتون د غونډو تالارکي د شرعیاتو پوهنځی اړوند د اسلامي ثقافت څانګي ته د شل تنه د نوي معرفي سوي استادانو، د ښه راغلاست په موخه غونډه دایره سوه. . .
Mon, Jan 23 2023 9:42 AM
Background image

بیانیه شاهزاده هری نشان دهنده همه اشغال هاست!

روز: یکشنبه
تاریخ: 1401/10/18
طی یک نشست در سالن اجتماعات دانشگاه هلمند، بیانیه شاهزاده هری به شدت محکوم شد.
این نشست از سوی کمیته ارزش های دینی دانشگاه هلمند برگزار شد.
جلسه با آیاتی. . .

BACK TO NEWS