.د اسلام له نظره متقابل احترام او د چاپلوسۍ عذاب په اړه علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو

helmand@123
Wed, Sep 17 2025 2:02 PM
متقابل احترام

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمریت له لوري د پوهنتون په مرکزي مسجد کي د ( متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر او د چاپلوسۍ عذاب د اسلام له نظره) تر عنوان لاندي یو علمي او اصلاحي سمینار وړاندي سو، چي په کښې د پوهنتون استادانو، اداري او خدماتي کارکوونکو ګډون کړی و.

د هلمند پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر محترم مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب د سمینار په پیل کي وویل: اسلام د انسان د ژوند ټول اړخونه په ښکلي او عادلانه ډول منظم کړي دي.

هغه زیاته کړه، له هغو ارزښتونو څخه چي اسلام پرې ټینګار کړی، یو هم متقابل احترام دی. متقابل احترام دا دی چي د یو بل حقوق وپېژندل سي او په حق او عدالت ولاړ درناوی وسي.

نوموړي د رسول الله ﷺ د ارشاد په حواله وویل، چي  مسلمان د مسلمان ورور دی، نه دي ظلم  پر کوي، نه دي یې بې وسه پرېږدي او نه دي  یې هم سپکوي.

ښاغلي ذاکر صاحب په خپلو خبرو کي ټینګار وکړ، چي  اسلام چاپلوسي سخت منعه ګرځولې او  چاپلوسي یې داسي عمل یاد کړ،  چي یو څوک د بل د خوښۍ یا د دنیاوي ګټي لپاره داسي ستاینه وکړي، چي حقیقت ونه لري او یا په کښې مبالغه وکړي.

د سمینار په پای کي مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب  د متقابل احترام او چاپلوسۍ ترمنځ توپیر څرګند  کړ، چي په وینا یې متقابل احترام د صداقت او عدالت پر بنسټ ولاړ دی، چي مینه او ورورولي رامنځته کوي، خو چاپلوسي د دروغو او مبالغې پر بنسټ ده چي فساد، تکبر او منافقت زېږوي.

Latest news

Wed, Jun 26 2024 1:02 PM
Background image

هلمند پوهنتون کي د آيچ اي ايم ای ايس معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو

نېټه: ۱۴۴۵/۱۲/۲۰ ه.ق

نن چهارشنبه د هلمند پوهنتون د مسلکي پراختیا مرکز د غونډو په خونه کي د پوهنتون  امرینو، کارمندانو او استادانو ته د HEMIS معلوماتي سیستم دوه ورځنی ورکشاپ پیل سو.

د. . .

Thu, May 23 2024 11:30 AM
Background image

د تضمین کیفیت د یولسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ورکشاپ پیل سو

نن پنج شنبه د هلمند پوهنتون د غونډو په تالار کي د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوو له لوري  د تضمین کیفیت د یو لسګونو معیارونو د تفسیر ۳ ورځنی ښوونیز ورکشاپ پیل سو.

په یاد ورکشاپ کي د. . .

Sun, May 05 2024 10:43 AM
Background image

د وترنري او انجینري پوهنځیو د نوي رئیسانو د معرفت غونډه ترسره سول

 نېټه: ۱۴۴۵/۸/۱

ورځ: یکشنبه

غونډه چي د هلمند پوهنتون د علمي چارو مرستیال محمد نعیم دوست صاحب، د مالي او اداري چارو مرستیال سمیع سعید صاحب، د دعوت ارشاد امر مولوي عبدالقیوم ذاکر صاحب. . .

BACK TO NEWS