د استادانو امریت

د استادانو د عمومي مدير لنډه پیژندنه

   محمدولي زيرک د حاجي رازمحمد زوی، چي په ۱۳۶۹ لمريز کال کي د هلمند ولايت په لښکرګاه ښار کي زېږېدلی دی. لومړنۍ او ثانوي زده کړوي يې د شهيد انجنير عبدالمتين په عالي ليسه کي پای ته رسولي دي. لوړي زده کړي يې د هلمند پوهنتون د ښووني او روزني پوهنځی اړوند په کيميا څانګي کي په ۱۳۹۳ کال کي پای ته رسولي دي

 د استادانو او علمي څیړنو د عمومي مديريت پيژندنه

د استادانو او علمي څیړنو لوی مديريت، د علمي چارو د معاونيت تر چتر لاندي په ۱۳۹۴ کال کي د هلمند پوهنتون په تشکيل کي د کار او چارو د لا ښه سمبالښت او پر وخت د هغو د تر سره کولو په موخه ايجاد سو

نوموړی مديريت د خپلو کاري اصولو له مخي اړ دی، چي د نوي کادري غړو د تقرر پروسې ته د کانديدانو د اسنادونو لومړنی پروسس، بهرني او کورني لوړو زده کړو پروګرامونو ته د استادانو د ور پېژندني، د استادانو د علمي ترفيعاتو د چارو په تړاو د پوهنتون په سطحه د چارو پر مخ وړل او د يو شمېر نورو دندو د تر سره کولو مسؤليت په غاړه لري

د استادانو او علمي څېړنو لوی مديريت، چي د علمي چارو د معاونيت د رهبري تر رهنمايۍ لاندي چاري مخ ته وړي، تر دې مهاله يوازي د همدغه بست لرونکی دی. د دې کال د تشکيل په راتګ سره به نوموړی عمومي مديريت د يو بل بست چي آمريت به وي، څښتن سي

هلمند پوهنتون چي فعلا ۷۸ تنه مقرر سوي کادري غړي لري، د ډلي څخه يې يوازي ۱۱ تنه د دې مديريت په شتون کي مقرر سوي دي. څرنګه چي د روان کال تشکيل به په لنډ مهال کي را ورسيږي، په را رسېدو سره به يې د ۱۰ تنو نوي کادري غړو د تقرر چاري پيل سي

د پورته ذکر سوو ۷۸ تنو څخه يې؛ ـــ ۲ تنه ډاکټران، ۲۳ تنه ماسټران، ۸ تنه د دوکتورا او ۲۲ تنه د ماسټرۍ په زده کړو بوخت دي، چي ډېر ژر به خپلي زده کړي پای ته ورسوي. هغه استادان چي لوړي زده کړي يې نه دي کړي، په لنډ وخت کي به بهرنيو او کورنيو پوهنتونونو ته د لوړو زده کړو په موخه معرفي سي