کرهڼه پوهنځي

http://hun.edu.af/wp-content/uploads/2018/11/د-کرنی-پوهنځی-د-تشکیلاتی-چارت-اپډیټ.png

د کرهڼې پوهنځی پيژندنه

د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي د کرهڼي پوهنځی لومړنی وه، چي په ۱۳۸۷ ه ل کال کي تاسیس او عملاً یې په کار پیل وکړی. تر دې مهاله اګرانومي، بڼوالي، کرنیز اقتصاد او ترویج په څانګو کي د لیسانس تر کچي خپلي ټولني ته په پوهي سمبال ځوانان د چوپړ لپاره وړاندي کوي، ددې تر څنګ د نبات ژغورني او مالداری څانګي هم په خپل رسمی چوکاټ کي لري، چي د علمي کادرونو او ضروري سهولتونو په بر لاسه کیدو سره به انشاالله په نژدې راتلونکي کي په کار پیل وکړي

د هلمند پوهنتون په چوکاټ کي د کرهڼي پوهنځی لومړنۍ پوهنځی ده، چي د هلمند پوهنتون د تاسیس او پیل سره سم ئې په کال ۱۳۸۷ ه ل کي په فعالیت پیل کړیدی، چي د لومړي ځل لپاره یادي پوهنځی یوازي د اګرانومي او بڼوالی څانګي په خپل رسمي چوکاټ کي درلودی، چي وروسته په کال ۱۳۸۹ کي کله چي د کرهڼي پوهنځی د دریم ټولګی څښتنه سوه نو یادي څانګي فعاله او خوځنده سوې، ولي د کرنیز اقتصاد او ترویج څانګه د کرني پوهنځۍ ځوانه څانګه ده، چي په کال ۱۳۹۲ کي يي په فعالیت پیل وکړ، چي اوس مهال د کرني پوهنځی ۴۵۶ تنه محصلین، ۲۸ تنه استادان، یو اداری کارکونکی(تدریسی مدیر) او ۱تن خدماتي کارکوونکی لري

د پوهنځی اړوند د ټولو علمی، تدریسی، اداري او فرهنګی چارو د ښه تنظیم لپاره یو ځانګړی میکانیزم ته اړیتا لیدل کیږي، داسي میکانیزم چي وکولای سي چي زموږ ټولي پورته یادي سوي چاري په فني، معیاري او اصولي شکل سره تنظیم کړای سي او موږ ته هدف ته د رسیدو لاره هواره کړي، چي دا میکانیزم د کیفیت د تضمین پروسه ده. دا پروسه د علمي معاونیت لخوا په ډيرښه ډول رهبري کیږي او وخت پر وخت يي ټولي چاري څارل کيږي او په یو ډیر ښه کاري چوکاټ کي يي دا پروسه تنظیم کړیده

 تر دې مهاله زموږ د ټولو هغه کمېټو اړوند چاري چي د کیفیت د تضمین په پروسې پوري اړه لري په ډير ښه ډول پر مخ ځي او موږ د خپل پرسونل د کاري میلان او وړتیا په اساس باور لرو چي دا پروسه به نوره هم غښتلې کیږي او معیاري بڼي ته اوړي. په پای کي د هلمند پوهنتون له رئیس، علمي معاونیت، د کرهڼي پوهنځی د کیفیت د تضمین عمومي کمېټې مسؤل او غړو، د څانګو له امرینو او ټولو هغه استادانو چي په دې پروسه کي يي زحمت ایستلی دی مننه او قدرداني کوم، دوی ټولو تل زموږ لاس نیوی کړیدی او د پوهنتون په ځانګړي ډول د کرهڼي پوهنځی په پرمختګ او سمبالښت کي يي هیڅ وخت خپله وړتیا او کاري انرژي نده سپمولې زه يي د ژوند په ټولو چارو کي د نورو بریاو هیله لرم

موخه (GOAL)

د معیاري علمي بهیر په رامنځته کولو سره ټولني ته په وړتیا سمبال کادرونه وړاندي کول او د همدې علمي کادرونو په مټ د کروندګرو په اقتصادي وضعیت کي غوره والی راویستل ترڅو د هیواد د کرهڼیزي ټولنيد ودي او پرمختګ سبب وګرځي

لرلید (VISION)

کرهڼيزي ټولني ته په ودي او پرمختګ سره د محل او هیواد په کچه د بې کارۍ سطحه ټیټول او د هیواد ملي اقتصاد پیاوړی کول، ترڅو نړیوالتوب  پروسې ته د ورننوتو په وړاندي د ټولو ننګونو سره د مقابلې ځواک رامنځته سي

رسالت (MISSION)

د پوهنځی په چوکاټ کي د زده کړواو علمي څېړنو یو داسي چاپیریال چي عصري ټکنالوژي او د ورځنیو چارو د ښه ترسره کیدلو ټولي اکاډمکي اسانتیاوي لکه لابراتوارونه، نوي چاپ سوي کتابونه، علمي مقالې او څېړنیز امکانات ولري رامنځته کول